پر تورخم تګ راتګ کم شوی دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر تورخم تګ راتګ کم شوی دی

افغان چارواکي وايي د تورخم پر کرښه پښتونخوا ته د اوښتونکو خلکو شمېر په کمساري ډول ټيټ شوی دی.

وړاندې هره ورځ نژدې ۲۰ زره کسان پر دغه کرښه اوښتل. اوس دا شمېر د دوو او درې زرو ترمنځ دی.

پر دې کرښه څو میاشتې وړاندې د افغان او پاکستانیو ځواکونو نښتو د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي تورخم ته ورغلی و او دغه رپوټ یې را استولی دی.

اړونده مطالب